ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې د اته لوبډلو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کې د اته لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو کرېکټ سیالیو لړۍ پیل شوه.

د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د عبدالرزاق په نوم د یوه ځوان په شخصي لګښت او د زابل د کرېکټ امریت په همکارۍ ترسره کېږي.

د سیالیو د پرانیستې مراسمو پر مهال د زابل د کرېکټ امر محبوب محبت ویلي، د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل ځوانانو ته د لوبې مناسب فرصتونه برابروي او هڅه به وکړي چې په ولایت کې د کرېکټ د پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خصوصي سکتور ملاتړ د لوبغاړو لپاره زمینه پراخوي او دا ډول سیالۍ کولی شي له زابل څخه نوي استعدادونه را څرګند کړي.

په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو هم د یادو لوبو له پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول سیالۍ د دوی د تجربو په زیاتېدو او د مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

دغه‌راز لوبغاړو له مسوولینو او سوداګرو غوښتي، چې د کرېکټ او نورو ورزشي برخو ملاتړ ته دوام ورکړي څو ځوانانو ته لا ډېر فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې د اته لوبډلو ترمنځ پیل شوې دغه شل اوریزې سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.