ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پکتیا کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ لس اوریزې سیالۍ د عليشېرو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا کرکټ ولایتي ادارې تر چتر لاندې د پکتیا ولایت د جاني‌خېلو ولسوالۍ په کچه د ۶۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې لس اوریزې کرېکټ سیالۍ د عليشېرو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د مسولینو په وینا، دغه سیالۍ د کوچني اختر په دویمه ورځ د پکتیا کرېکټ ولایتي ادارې په همغږۍ پیل شوې وې او د سیمې د کرېکټ مینه‌والو له پراخ هرکلي سره مخ شوې.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د انعام په توګه یو موټر او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته موټرسایکل ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د نندارې لپاره لسګونه زره کرېکټ مینه‌وال له بېلابېلو سیمو څخه ورغلي وو.