ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د سمنګان له والي سره لیدنه کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د سمنګان ولایت له والي ملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه کړې ده.

د لیدنې په پیل کې د سمنګان والي په دغه ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له ترسره شویو فعالیتونو مننه وکړه او ویې ویل، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې پراختیايي پروژې پلې شوي او خلک ترې ګټه اخلي.

نوموړي زیاته کړه، دغه لاسته راوړنې د وزارت د دوامدارو هڅو پایله ده.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور وویل، وزارت د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پر مهال لومړیتوبونه او د متوازن انکشاف اصل په پام کې نیسي.

نوموړي ټینګار وکړ، هڅه کوي داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې شي، چې د هېواد خلک ترې په عادلانه ډول برخمن شي او هېڅ سیمه له اسانتیاوو بې‌برخې پاتې نه شي.