د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش، د خدمتونو د ارزونې او د دایمي مېشتېدنې د بهیر د څارنې په موخه لوګر ولایت ته سفر کړی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکو وېش او د بېرته راستنېدو د بهیر مدیریت مهم لومړیتوب بللی او ویلي یې دي، چې په تېرو پینځو کلونو کې د څه باندې پینځه میلیونه هېوادوالو په راستنېدو سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه زیات شوی دی.
دغهراز نوموړي هېواد ته هره ورځ د څلورو تر اوو زرو کسانو د راستنېدو یادونه کړې او ولایتي مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک اوبو، سړکونو، روغتونونو، مدرسو او ښوونځیو د جوړولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
همداراز، مولوي عبدالسلام حنفي هرې راستنېدونکې کورنۍ ته د «پینځه بسوې» ځمکې د وېش لړۍ هم رسماً پیل کړه.
په همدې حال کې، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي نجیبالله حقاني ویلي، چې دا مهال کډوالو ته له زرو څخه ډېرې د ځمکو نمرې وېشل کېږي.
د نوموړي په وینا، هڅه کېږي چې ځمکې تر ډېره د غوښتونکو په اصلي ولایتونو او د اړتیا په صورت کې په ګاونډیو ولایتونو او اړوندو زونونو کې ووېشل شي.
بلخوا، د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي په دې غونډه کې د راستنېدونکو اړوند د ترسره شویو چارو راپور وړاندې کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د مرکزي کمېسیون په همغږۍ به د ځمکو د وېش بهیر په منظم ډول پر مخ یوسي او د کډوالو د معیشتي ستونزو د حل لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نورو غړو او د لوګر ولایتي کمېټې مسولینو هم د اجنډا اړوندو موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي او د راستنو شویو د اسکان او د ځمکو د وېش په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دوی ټینګار کړی، چې د کمېسیون له رهبرۍ سره په همغږۍ به راستنېدونکو کورنیو ته اړینې اسانتیاوې او عامه خدمات په لنډ وخت کې برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې د «کډوالو ښارګوټي» په درېیم فاز کې د څه باندې زرو راستنو شویو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
دغه فاز ۹۰۰ جریبه ځمکه رانغاړي او د یوه معیاري ښارګوټي ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.

