د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلخ ولایت د اینجې سوداګرو ټولنې له غړو او د یو شمېر نورو ولایتونو له سوداګرو سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې سوداګرو د اینجې بوټي د بیې ټیټېدو او د دې محصول د صادراتو د کمېدو ستونزې مطرح کړې او د صادراتو د بهیر د تنظیم لپاره یې د ځانګړي میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر د وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته د کروندګرو او سوداګرو د ملاتړ او د اینجې بوټي په صادراتو کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د وزارت پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

