ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې چاودنه؛ اووه تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په سیمه کې د یوې چاودنې له امله د دوو امنیتي پولیسو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د لکي مروت د پولیسو د ویاند قدرت‌الله خان له قوله راپور ورکړی، چې پېښه د سیمې په یوه ګڼ مېشته ځای کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، تر اوسه د چاودنې نوعیت او لاملونه نه دي په ډاګه شوي.