د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو د ترسره کېدو په موخه به د روانې مې میاشتې له ۱۵مې نېټې د پینځو لوبډلو د پلور لپاره د غوښتنلیکونو لړۍ پیل کړي.
د کرېکټ بورډ په وینا، د غوښتنلیکونو راټولولو بهیر به د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي او پکې به افغان او نړیوال پانګوال، سوداګر او د کرېکټ لیګونو د تنظیم شرکتونه ګډون وکړي.
ټاکل شوې، د دې بهیر لومړی پړاو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې د نړیوال معیار لرونکی چاپېریال او اړینې اسانتیاوې لري. تر دې وړاندې د دغه لیګ د لومړي پړاو د غوښتنلیکونو او ډرافټ مراسم هم په همدې هېواد کې ترسره شوي وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي، د APLT20 دویم پړاو ته نږدې کېدل د افغان کرېکټ لپاره مهم پرمختګ او ستره لاسته راوړنه ده.
د نوموړي په وینا، افغان لوبغاړي د نړۍ په سترو لیګونو کې د ځلانده استعدادونو په توګه پېژندل کېږي او دغه لیګ به د افغان او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکولو لپاره مهم فرصت برابر کړي.
ښاغلي اشرف زیاته کړې، چې دا لیګ به د افغانستان د الف او نوولس کلنو لوبډلو ځوانو لوبغاړو ته هم د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي، ترڅو خپل استعدادونه په نړیواله کچه وځلوي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لیګ کې به پینځه سوداګریزې لوبډلې ګډون ولري او احتمالي شریکان به د کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار ښارونو د استازیتوب لپاره د داوطلبۍ په لړۍ کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و، او ټاکل شوې د دغه لیګ دویم پړاو د روان میلادي کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

