د افغانستان کرېکټ بورډ کورني کرېکټ څانګې له کلني پلان سره سم سبا يکشنبه (مې، ۱۷مه) ننګرهار ولايت کې د ملي لوبډلې د پياوړو لوبغاړو په شتون کې د هېواد د زونونو په کچه نهم پړاو اي انډ جام – لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روان ۲۰۲۶زېږديز کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي او د راتلونکې جون میاشتې تر څلورمې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت غازي امان الله خان او نجیب الله ترهکي کرېکټ لوبغالو کې دوام ومومي.
د کرېکټ د مسولينو د معلوماتو له مخې؛ د یادو سیالیو لومړۍ برخه لوبې به له اختر وړاندې د غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې وشي او دويمه برخه لوبې به د لوی اختر له تېرېدو وروسته د غازي امان الله خان او نجیب الله ترهکي کرېکټ لوبغالو کې ترسره شي.
دا د لېسټ اې يو ورځنيو سياليو نهم پړاو دی، چې په کې د هېواد د ۵ زونونو اړوند لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ۶ لوبې ترسره کړي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لاره پيدا کړي.
په دې پړاو کې د بند امیر لوبډلې لپاره لوبډلمشر حشمتالله شهيدي، مس عینک لوبډلې لوبډلمشر رحمن الله ګربز، بست لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی ، امو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب او دروېش رسولي بيا د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
په نهم پړاو اي انډ جام لېست اې یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو کې به د ملي لوبډلې د ګڼ شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ یو شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي هم لوبه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې تازه په کندوز ولايت کې د ملي شل اوريز جام سيالۍ د بست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، د کرېکټ لوبو مبصرين د کورني کرېکټ پياوړتيا د ځوانو استعدادونو د ودې او د دغې لوبې د پراخيتا لپاره مهم بولي.

