د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کازان اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال آلکسي اورچوک سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې شیخ نداء محمد ندیم د یادې غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ پر دوامدارو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، دواړه هېوادونه باید هڅه وکړي، چې خپلې سوداګریزې اړیکې له واسطې پرته او په مستقیم ډول پراخې کړي.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هغه کړۍ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي، باید جدي پاملرنه ورته وشي او مخه یې ونیول شي.
بلخوا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال آلکسي اورچوک د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
هغه زیاته کړه، چې دغه ډول ناستې کولای شي د افغانستان او روسیې پر اقتصادي همکاریو مثبت اغېز ولري.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون د پیاوړتیا او د اړوندو موضوعاتو د لا همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

