ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان لوبغاړی یوسف جهانگیر سعودي عربستان ته روان شو

د افغانستان موی‌ټای سیالیو لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو پیستون سیالیو غوره لوبغاړو ستاینغونډه کې ګډون په موخه نن (چهارشنبه، د غويي ۳۰مه) سعودي عربستان پر لور وخوځېد.

یوسف جهانګیر د سعودي عربستان په رسمي بلنه یاد هېواد ته بلل شوی، څو د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو مېډال ګټونکو لوبغاړو ستاینغونډه کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو کې د سرو زرو مېډال ګټلی و.