مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه کړې ده.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د روغتیایي سیستم اړوند د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت، روغتیا برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي برنامو د ښه پلي کیدو په موخه د همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي، د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره په بشپړې ژمنتیا کار کوي او هڅه کېږي چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې شي.
نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو پروګرامونو په اړه هم خبرې کړې او د اړوندو موضوعاتو په تړاو یې اړینې سپارښتنې وړاندې کړې دي.

