ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ افغانستان ته د انرژۍ او میلیونونو ډالرو عوایدو نوې دروازه

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د کاسا-۱۰۰۰ ستراتیژیکې پروژې چارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په درېیو فازونو کې په چټکۍ سره روانې دي.

د معلوماتو له مخې، کاسا-۱۰۰۰ د سیمې له مهمو برېښنايي پروژو څخه ده چې د برېښنا د لېږد ټولیز ظرفیت یې ۱۳۰۰ مېګاواټو ته رسېږي او د منځنۍ اسیا برېښنا د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته لېږدوي.

برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ د پروژې د لومړي فاز چارې، چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې بېرته پیل شوې، ۱۹۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د شیرخان بندر څخه تر ده‌صلاح ولسوالۍ پورې غځېدلې دي. په دغه فاز کې د برېښنا د لېږد ۵۶۴ پایې شاملې دي.

همداراز د پروژې دویم فاز ۱۹۶.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د بغلان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو له لارې تېرېږي، چې د برېښنا د لېږد ۵۸۷ پایې پکې جوړېږي.

درېیم فاز بیا ۱۸۸.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له لارې تر تورخم پورې غځېدلی دی. په دې برخه کې د برېښنا د لېږد ۵۶۲ پایې شاملې دي.

دا ستراتیژیکه سیمه‌ییزه پروژه، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا برېښنا سویلي آسیا ته لېږدوي، د سیمې له سترو حیاتي پروژو څخه ګڼل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو ګډې او ستراتیژیکې ګټې پکې نغښتې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي او دا پروژه به د سیمې د انرژۍ د همغږۍ، اقتصادي ثبات او سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.