ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بدمنتون ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت اتشه ریګي سوبکجا، مشاورینو، رییسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ویلي؛ د افغانستان ورزشي ډګر د ودې په حال کې دی، لکه په دې وروستیو کې چې وینو په هره ورزشي برخه کې ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې له ښو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستنېږي او ویاړونه راوړي.

نوموړي په اسیایي سیالیو کې چې په چین هېواد کې ترسره شوې ترلاسه کړو مډالونه، د فوټسال، فوټبال، والیبال او تکواندو ورزشکارانو لاسته راوړنې یادې کړې.

ښاغلي وثیق ورزشکارانو ته وعده ورکړی، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تل په څېر خپل ټول امکانات د ورزشکارانو په واک کې ورکوي؛ ترڅو ترې ګټه واخلي، ده همداراز د بدمنتون له ورزشکارانو غوښتنه کړې، چې خپلو لوبو ته پاملرنه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې ګران هېواد ته ویاړونه راوړي.

د اندونیزبا سفارت اتشه ریګي سوبکجا ویلي؛ بدمنتون ورزش په اندونیزیا  کې د نورو ورزشونو په پرتله ګڼ ورزشکاران او مینوال لري، دې ته په کتو موږ غواړو، چې افغانستان کې د بدمنتون لوبغاړو ملاتړ  وکړو او د یاد ورزش د ودې په برخه کې کار وکړو.

دغه سیالۍ چې نن رسما پیل شوې د پنځو کټګوریو ۸۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی و، موخه یې نړیوالو سیالیو ته چمتووالی او د کابل په کچه د اتلو ورزشکاران موندل وو، چې په پایله کې به د کابل ولایت په کچه ۱۵ غوره لوبغاړي وټاکل شي.