ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل کې بې درېغه هڅې وکړي

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په نړیوال امنیت او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې مېرمن روزمري دیکارلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال مارکس پوتزل او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

دواړو لوریو په افغانستان کې د روان وضعیت او راتلونکو پراختیایي چارو په تړاو خبرې کړې دي.

روزمري دیکارلو او ورسره مل پلاوي لومړی د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو ویلي؛ افغانستان کې ځینې پراختیایي پروژې د تېرې ادارې په مهال د یو شمېر مرستندویو هېوادونو او نړیوال بانک له لوري په نیمه کاره حالت کې پاتې شوي، اړتیا ده چې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي له یاد پلاوي غوښتنه کړې، چې د دغه پروژو د بشپړوالي برخه کې مرستندویو هېوادونو او نړیوال بانک ته سپارښتنه وکړي.

شیخ مدار علي کریمي بامیاني ویلي؛ اوسمهال افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، د مینې او ورورګلوۍ فضا حاکمه ده او د افغانستان ټول ولسونه په خوندي او ارام چاپیریال کې ژوند تیروي.

ښاغلي بامیاني ویلي، نړۍ باید له اسلامي امارت سره تعامل ولري او ملګري ملتونه دې دغه برخه کې بې درېغه هڅې وکړي.

په نړیوال امنیت او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي؛ د دوحې راتلونکې ناسته کې به په افغانستان کې د نیمګړو پراختیایي پروژو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې په اړه اړوندو هېوادونو او نړیوال بانک ته یادونه وکړي.

دیکارلو هوډ څرګند کړی، چې په دغه ناسته کې د بحث شوو موضوعاتو په اړه به د دوحې په راتلونکې ناسته کې یادونه کوي او د حل برخه کې به یې هڅې کوي.