ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت حاجیانو ته پاتې پیسې ورکوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ هـ ش کال د زمري په ۲۷مه اعلان کړی، چې د حاجیانو د لګښتونو لپاره به پاتې پیسې ورکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب حاجیانو ته د پاتې پیسو د ورکړې مراسمو کې ویلي، سږ کال د حاجیانو د لګښتونو لپاره له اخیستل شویو پیسو څخه ۹۴ میلیونه، ۵۶۵ زره ۶۱۶.۴۰ افغانۍ پاتې شوې چې هر حاجي ته به درې زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، سږ کال د حج د فریضې ادا کولو لپاره له ۳۰ زره حاجیان څخه ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه او ۳۰۷ زره ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې له دې جملې څخه ۷ میلیارده ۷۲۳ میلیونه، ۷۴۱ زره او۵۸۳.۶۰ افغانۍ لګول شوې دي.

شیخ نور محمد ثاقب ویلي، تېر ۱۴۴۷ کال کې د هر حاجي له لګښتونو درې زره او ۲۲۳ افغانۍ پاتې شوي او د ورکړې لړۍ به یې راتلونکې اونۍ شنبه پیل شي.

دغه‌راز ښاغلي ثاقب له حاجیانو غوښتي چې د تابعیت پېژندپاڼې یا پاسپورټ له رنګه کاپي سره یو ځای مرکز کې یاد وزارت او یاهم ولایتونو کې اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي.