ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غــــزه؛ د صهیونستي رژیم په هوایي بریدونو کې څلور فلسطینیان شهیدان شوي

رویټرز د غزې روغتیايي چاواکو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم په تازه هوايي بریدونو کې لږترلږه څلور فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د اسراییلي رژیم جنګي الوتکو په غزې ښار او دیرالبلح سیمو کې جلا جلا هوايي بریدونه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د غزې ښار په شمال کې پر یوه استوګنیز کور هوايي برید شوی و، چې له امله یې څو تنه ټپیان شوي او سیمې ته پراخ مالي زیانونه اوښتي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوربند له پیل راهیسې د اسراییلي رژیم په بریدونو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.