د عامې روغتيا وزارت وایي، چې د دې وزارت له لوري د مور په شېدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رییسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و.
مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ د مور په شېدو تغذيه د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي او زياته کړې یې ده، د مور شېدې د يوه مهم او پياوړي واکسين په توګه د ساري ناروغيو، نس ناستي او خوارځواکۍ مخنیوي او معافيتي سيستم پياوړتيا برخه کې بنسټيز رول لري.
همدارنګه، ښاغلي مرستیال ویلي؛ د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو مخنيوي او عامه تغذيې پروګرامونو پراختيا او پياوړتيا لپاره هڅې چټکې کړي؛ څو د هېوادوالو روغتيا خوندي او د ناروغیو مخه ونيول شي.
ورته مهال د وقايوي طب لوی رییس ډاکټر حيدر خان حيدر د ياد رياست د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې، د وقايوي تدابيرو پر پياوړتيا يې ټينګار ترسره او د مور په شېدو تغذيه یې د مور او ماشوم د روغتيا خونديتوب لپاره مهمه بللی ده.
دغهراز د عامه تغذيې رییس ډاکټر حکمت الله معصومي ویلي؛ د مور شيدې يوازې غذا نه ده، بلکې د مور او ماشوم په روغتيا خونديتوب او د ټولنې په اقتصادي پرمختګ او هوساينه کې بنسټيز رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان د عامه تغذيې په اړه د ياد وزارت اعلاميه وړاندې کړه.

