ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د سوري زړه ناروغانو درملنې لپاره روغتون پرانیستل شو

په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د سوري زړه ناروغۍ د درملنې لپاره یو تخصصي روغتون پرانیستل شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، دغه روغتون به ۲۴ ساعته په بشپړه توګه وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او هر کال د شاوخوا دوه زره ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې دافغاني سرې مياشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور ويلي؛ زموږ متخصص ډاکټران به په دې روغتون کې د اسلامي او ملي ژمنتیا له مخې د اړمنو ناروغانو درملنه کوي او په ډېر اخلاص سره به دې خدمت ته دوام ورکوي. د ناروغانو درملنه به د داخلي او بهرنیو مختصصو ډاکټرانو له لوري ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛  ټول ملت ته د دې ډاډ ورکوو چې موږ به دې روغتون کې د افغانستان د کړېدلي ولس د ماشومانو معیاري درملنه کوو، هغه ماشومان چې د کلونو راهیسې درملنې ته سترګې پر لار وو.

شیخ شهاب‌الدین دلاور ویلي؛ تر ۱۵ زرو پورې د زړه سوري لرونکي ماشومان د افغاني سرې میاشتې په لګښت په کورنیو روغتونونو کې یې درملنه شوې، پاتې ناروغان به له دې وروسته د دې ادارې په قلبي روغتون کې عملیات تر سره او درملنه به یې کېږي.

ورته مهال د ریاست الوزرا‌ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د دې روغتون په پرانیستې سره به د هغو اړمنو ناروغانو د درملنې ستونزه حل شي چې د کلونو کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې توان نه درلود، زه د دې ستر خدمت مبارکي د  افغاني سرې میاشتې مشرتابه او ټول افغان ولس ته وایم.

نوموړي زیاته کړې؛ هېواد مو د څو لسيزو جګړو له امله په بېلابېلو برخو کې سخت ځپل شوی او هېوادوال مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي، تر دې دمه څه د پاسه ۳۶ زره د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومان ثبت شوي، چې ډېری یې د درملنې وس نه لري، له دې وروسته به یادو ماشومانو درملنه په دې روغتون سرته رسېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا  په نشر شوي پيغام کې ویلي:« د افغاني سرې میاشتې له لوري په هېواد کې د لومړي تخصصي روغتون پرانیسته د روغتیایي خدمتونو د پراختیا برخه کې یو مهم ګام دی، موږ د دغه خدمت له امله د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه، ډاکټرانو، کارکوونکو او ټولو هغو ملي او نړیوالو همکارانو څخه مننه کوو، چې د دې مهمې پروژې په عملي کولو کې یې ونډه اخیستې ده».

ښاغلي ریيس الوزرا  په نشر شوي پيغام کې ویلي:« نن د الله تعالی په فضل او د اړوندو مسولینو په زیار، دا دی د خپلو خلکو د خدمت فرصت برابر شو، له دې وروسته به د زړه سوري لرونکو زرګونو ماشومانو لپاره د درملنې هیلې پیدا شي.

نوموړي په خپل پيغام کې زیاته کړې؛ هیله لرو چې په دغه روغتون کې به زموږ تکړه متخصص ډاکټران، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي متخصصین او د روغتیا برخې کارکوونکي په ګډه د افغان ولس د خدمت لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او په همدې توګه به زموږ د ځوانو روغتیایي کادرونو علمي او عملي ظرفیت هم لوړ شي.

همدارنګه د اصلاحي کمېسیون رییس شيخ محمد قاسم خالد ویلي:« د خوښۍ ځای ده، چې نن د یو داسې روغتون پرانیسته کوو، چې زرګونه بې وزله کورنیو یې انتظار کوه، زه د دې روغتون د جوړولو برخه کې د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه او کارکوونکو نه ستړې کېدونکې هڅې ستایم.»

نوموړي زیاته کړې؛ دا د افغاني سرې میاشتې مسولیت دی، څو د روغتیا په برخه کې په ځان بسیا شي، د اړمنو او بې وسه کورنیو د خدمت په برخه کې لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

دغه‌راز شيخ محمد قاسم خالد په ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو غږ کړی، چې افغاني سره میاشت د بشري فعالیتونو برخه کې یوازې پرېنږدي او تر خپل توان یې ملاتړ وکړي.

په پای کې افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن ویلي:« د دې ادارې لپاره د ویاړ او خوښۍ ورځ ده چې د افغانستان په کچه د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره د یوه عصري او پرمختللي روغتون پرانیسته کوي، دلته به ناروغانو ته تخصصي او معیاري درملنه وړاندې کېږي.»

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په دې باور یو چې د انسان د ژوند ژغورل تر ټولو ستر انساني خدمت او د الله تعالی د رضا سبب دی، افغاني سره میاشته په دې برخه کې هېوادوالو ته په بشپړه ژمنتیا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.