په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کویت هېواد امیر الشیخ نواف الأحمد الجابر الصباح ومړ.
انالله واناالیه راجعون
د افغانستان اسلامی امارت او ټول افغان ولس د کویت هېواد له ولس سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.
د مرحوم لپاره له الله تعالی څخه جنة الفردوس او د هغه د کورنۍ، خپلوانو او ټول کویټي ورونو او مسلمان ملت ته صبر جمیل او اجرجزیل غواړي.
د کویټ باقې پاتې مشرانوته له الله تعالی څخه توفیق غواړو، چې دغه غمیزه په ښه ډول مدیریت کړي او د کویټ راتلونکي لپاره ښه تصمیم ونیسي.

