شنبه د ۲/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۵/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۸۰ کورنۍ او د نوموړو کورنیو ۱۹۲ تنه غړي ثبت او بایميټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۵۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۵ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۹ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۶۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵ زره لېټره اوبه وېشل شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:
۲۷۰ تختې کمپلې، ۷۰ دانې فرشونه، ۷۰ بستې خام غذایي توکي او ۴۵۰ بستې معدني اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۳۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا، ۹۴ تنه غریبکار او ۷۷ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷۶ تنه کیږي، ثبت شوي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۵۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۰ تنه کېدو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۹۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، کندهار، هرات، غزني او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۶۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۵۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۱۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي ، اته تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۱۰۴ تنه غریبکار او ۳۸ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۵۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۷۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
زابــــل
شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په شملزو کې یوه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
د پکتیا د حضرت ابوبکر صدیق رض په کمپ کې شپږ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
پکتیکا
انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په انګور اډه کې ۴۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په انګور اډه کې ۲۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
همدا راز یو زر او ۱۶۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري پینځه عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۶ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۲ تنه و، کندوز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۱۲۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۱۷۹ کورنۍ، ۷۳۸ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۸۸ کورنۍ، ۵۴۵ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۷۰ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۳۹ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۴۴۱ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۳۸۹ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

