د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.
د اهل تشيع مشرانو له ډلې ملي سوداګرو د اسلامي امارت په واکمنېدو او سراسري امنيت ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې ډېر کارونه ترسره شوي او دا کارونه د دې لامل شوي، چې سوداګر او پانګه وال بېرته هېواد ته ستانه شي او خپلې سوداګريزې او پانګونې چارې پيل کړي.
نوموړو زیاته کړې؛ سوداګرو او پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کول يو له هغو کارونو څخه دی، چې اسلامي امارت ورته پاملرنه کړې او په هېواد کې يې اقتصادي کړنې او پانګونې ته پراختيا ورکړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت سوداګرۍ او پانګونې ته د ښې زمينې برابرولو په لټه کې دی او دا هغه کارونه دي، چې کولاي شي خلک او هېواد د پرمختګ پر لوري بوځي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په بهر کې له ټولو هېوادوالو غواړو، چې بېرته خپل وطن ته را وګرځي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

