الحمد لله و کفی الصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد: قال الله تبارک و تعالی: الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ.( التوبه ۲۰)
د افغانستان مسلمان اومتدین ولس، د اسلامي امارت مسولینو، د غونډې ګډون والو او په ځانګړي توګه ټولو کډوالو هېوادوالو ته:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
قدرمنو تر هر څه لومړی د الله تعالی شکر ادا کوم، چې موږ یې د اسلامي نظام د قیام او په افغانستان کې یې د دیني او ملي اساساتو د ساتنې او دفاع سپیڅلې لارې لپاره انتخاب کړي یو او د راستنېدونکو کډوالو دخدمت ویاړ یې راپه برخه کړ.
الله تعالی دې موږ او تاسې ته لا ډېر توفیق رانصیب کړي، ترڅو په کامیابۍ سره د ټولو مسولیتونو له عهدې راووځو.
تاسې ټولو ته معلومه ده،ذچې په تېر وڅلورو لسیزو کې دوه ځلي زموږ پر هېواد ناروا یرغل وشو اوافغان ملت د خپل دین، عقیدې، استقلال، ملي حاکمیت او ارزښتونو د دفاع په هدف په خورا مېړانه او اخلاص د اشغالګرو پر وړاندې د مهاجرۍ، جهاد او مبارزې لاره ونيوله.
د جهاد او مبارزې په دغه سخت مسیر کې زموږ میلیونونه هېوادوال شهیدان، زخمیان، معیوب او کډوال شول، خو د دغو ستونزو د ګاللو په نتیجه کې لله الحمد نن زموږ له هېواده اشغالګرشړل شوي او هېواد مو خپله د افغانانو په واک کې دی او په ټول قلمرو کې یې تر واحد قیادت لاندې خپلواک اسلامي نظام حاکم شوی دی.
ګرانو کډوالو وروڼو او خویندو! لکه څنګه چې د جهاد او کډوالۍ لاره د تکلیف او زحمت له اړخه سخته ده، همدومره یې فضیلت هم ډیر دی او د الله تعالی په نزد خورا لوړ مقام او اجرونه لري.
کډوالو وروڼه او خویندې هغه که هېواد ته راستانه شوي او یا لاهم له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې میشت دي، دوی واقعا د ستر اعزاز او قدردانۍ وړ دي، زه د کډوالو ستونزوته د رسېدو عالي کمیسیون له رهبري اواعضاوو څخه مننه کوم، چې په تېرو څو میاشتو کې یې دراستانه شویو کډوالو ستونزوته پر وخت رسېدنه کړې او د سرپناه، خوراک، څښاک، روغتیا، لیږد او نورو برخو کې یې له خپلو کډوالو وروڼو سره مرستې کړې دي.
په حقیقت کې د نظام ټوله بدنه د خپلو راستنيدونکو مهاجرو هېوادوالو په خدمت بوخته ده، چې دا د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د خپلو خلکو په ځانګړي توګه د کډوالو د ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله دیني او ملي وجیبه بولي.
دغه راز له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول سرمایه دارانو او شتمنو هېوادوالو څخه هیله کوم، لکه څنګه چې یې په تېرو څو میاشتو کې خپلو کډوالو وروڼو ته خپله غیږه خلاصه کړې، لا ډېر له هغوی سره په هره برخه کې چې په توان کې یې وي، خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، د کورونو په کرایو او نورو ضرورتونو کې سهولت او رعایت ورسره وکړي او لاسنیوی یې وکړي.
محترمو! باید یادونه وکړم، کومو هېوادونو چې کلونه کلونه یې زموږ کډوالو هېوداوالو ته ځای ورکړی و، موږ ترې مننه کوو.
زموږ ولس احسان فراموشه نه دی او د دوی کوربه توب ته د قدر په سترګه ګوري.
خو په عین وخت کې زموږ هیله دا ده، چې د کډوالو لویې او بشري موضوع ته دې له سیاسي لید لوري او د آني ګټو او تصمیمونو له زاویې نه کتل کېږي، د فشار په ډول دې نه کارول کېږي، د راستنېدو پروسه دې په ابرومندانه او تدریجي توګه مخته یووړل شي، تر څو خدای مه کړه د بشري فاجعې او په اوږد مهال کې د هېوادونو ترمنځ د کرکې او بدبینۍ باعث ونه ګرځي.
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت موږ پر ټولو اړخونو، د نړۍ په هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړونده سازمانونو باندې غږ کوو، چې په افغانستان کې د کډوالو موضوع له پامه ونه غورځوي.
بشري عاطفه او خواخوږي دا ایجابوي، چې یاد شوې مراجع هم په افغانستان کې او هم له افغانستان څخه بهر د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د هغوی د جبري اخراج مخه ونیسي، د هغوی د نیولو، بندیانولو، د مالونو د ضبط او یا ورته د نورو خنډونو جوړولو د مخنیوي لپاره موثرې او عملي هڅې وکړي.
دغه راز په هېواد کې د ننه د کډوالو سره د لومړنیو مرستو، د هغوی انتقال، اسکان، هغوی ته د کار پیدا کولو او د ژوند د امکاناتو مهیا کولو په برخه کې باید خپل مکلفیت ادا کړي.
په پای کې له ټولو هغو هېوادونو، سازمانونو، خیریه بنسټونو او شخصیتونو څخه مننه کوم، چې له کډوالو سره یې په دې سختو شرایطو کې مرستې وکړې او لا یې هم مرستې دوام لري.
همدارنګه یو ځل بیا ټولو هېوادوالو په خاص ډول کډوالو وروڼو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت د یوه مسول نظام په حیث د دوی ترڅنګ ولاړ دی او په ټول توان سره به یې خدمت کې وي.
ان شاء الله تعالی

