ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چين ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو سرپرست وزير لیدنه؛ په اړیکو، تجارت او سیاسي همکارۍ ټینګار شوی

ناسته کې د افغانستان او چين دوو اړخيزو اړيکو کې پر وروستيو پرمختګونو، په ځانګړې ډول ټرانس هماليا فورم کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير ګډون، د دواړو بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه او بيجينګ کې د افغانستان د لوی سفير د کار پيل او په افغانستان کې د چين د پانګونو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې.

مولوي امير خان متقي ویلي، په بيجينګ کې د اسلامي امارت د سفير د کار پيل يو مهم پرمختګ دی او په نړيوالو فورمونو کې يې د چين د مثبت دريځ ستاينه کړې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ټينګار کړی، چې د عينک مسو پروژې باندې عملي کار پيل شي او په دې اړه يې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان اړوندې ادارې پوره چمتووالی لري.

 ښاغلي متقي ویلي، دواړه لوري بايد پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې چين ته د افغانستان صادرات زياتوي.

د چين استازي ویلي؛ هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 نوموړي زیاته کړې؛ چې چين له افغانستان څخه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر ډېره له منځه وړې، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده وکړي.

د چين ځانګړي استازي ټينګار کړی، چې د عينک مسو پروژې د کار عملي پيل په تړاو د دواړو هېوادونو اړونده ادارې لا زیات کار وکړي.

 دواړو لوريو د اړیکو په پراختیا، د تجارت په زیاتوالي او سیاسي برخو کي په لازیاتي همکاري ټینګار کړی.