د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني له ترکیې څخه د علماوو له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
د یادو علماوو د پلاوي مشر ویلي؛ ترکیه افغانستان سره اوږدې تاریخي اړیکې او بې شمېره ګډ ارزښتونه لري.
نوموړي د ازادۍ ترلاسه کولو په موخه، مبارزه کې د افغانانو قربانۍ ستایلي او د اسلامي امارت د چارو او لاسته راوڼو ستاینه یې کړې.
د دغه پلاوي د غړو په وینا؛ د افغان مجاهدينو له لوري د سختيو له ګاللو وروسته د اسانتياوو رامنځته کېدل الهي ازموینه او د حکومتولۍ په دوره کې د هېواد او ملت چوپړ لویه ننګونه او مسولیت دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست هېواد کې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو او دغه راز په ستونزمنو وختونو کې له افغانانو سره د همکارۍ له امله د ترکیې له حکومت، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له علماوو مننه کړې.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ سره له دې چې په ځینو وختونو کې د اسلامي احکامو او عباداتو ترسره کول ستونزمن و، خو هغه وخت علماوو د دین او دعوت شمعې روښانه وساتلې او د حق اذانونه یې ورکول.
د نوموړي په وینا؛ مونږ تاسو د شریعت په مراندو سره تړلي، د دین او ورورګلوۍ په تار سره وصل یو.
ښاغلي حقاني همداراز هېواد ته د علماوو راتګ او د هغوی نېکې مشورې د اسلامي امارت د پیاوړتیا په موخه ارزښتناکې بللي او زیاته کړې يي ده؛ چې د دغه پلاوي په راتګ سره به د ترکیې او افغانستان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

