د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د ځمکې د ټاکلو او تثبیت په موخه غربي نورستان ته سفر کړی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم د لغمان والي په ملتیا د نورستان ولایت د نورګرام ولسوال، د علماوو شورا له رییس او غړو، د کانونو، بانک، استناف محکمې، حج او اوقافو له رييسانو، د جهادي لېسې له مهتمم، د څلورمې لوا قوماندان او د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو له يو شمېر نورو مسولينو سره لیدنه کړې او د نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د یوې قطعې ځمکې د مشخص کولو په اړه یې ورسره خبرې کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد وزارت د انکشافي پلانونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ چې اسلامي امارت د هېواد تحصیلي نظام پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري او تل یې ملاتړ کوي.
د نورستان ولايت د بېلابېلو ادارو مسولينو د نورستان لوړو زده کړو موسسې لپاره د ځمکې د تخصيص په اړه يې خپل نظرونه او وړانديزونه ورسره شريک کړي.
له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه شوې، چې د نورستان ولایت د بېلابېلو څانګو مسولین به د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې په دې موضوع کار وکړي او پایلې به یې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریکې کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير په تېرو څو ورځو کې د ختيځو ولايتونو له تحصيلي بنسټونو څخه د ليدنې پر مهال د يو شمېر پراختيايي پروژو د کار پيل هم کړی.

