لیدنه کې دواړو خواوو د لوګر د عینکو مس کان او د بامیان ولایت د حاجي ګک کان د شاوخوا ځمکې د استملاک او د کار پر مهال د یاد شرکت د اړتیا وړ اوبو په اړه خبرې کړي.
پنګ ویلي؛ د کانونو کېندنې په برخه کې د دغه شرکت کار له ډېرې مودې راهيسې بند دی او دوی هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د کار د پيل لپاره ځمکې او اوبو ته اړتيا لري او د کرنې له وزير څخه يې په يادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې د MCC شرکت له لېوالتیا او پانګونې څخه مننه کړې او د دغه شرکت له مسولینو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.
ښاغلی عمري دغه راز د ياد شرکت د ستونزو د هواري په موخه خپل نظرونه د ياد شرکت له پلاوی سره شريک کړي، څو ژر تر ژره د کانونو استخراج پیل کړي.
د چین د مټالورژي شرکت د فلزاتو او کانونو دولتي شرکت دی، چې دا مهال په لوګر ولایت کې د عینکو مس کان د استخراج قرار داد لري.

