د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.
سوداګرو په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت او د کسب او کار په اړه ویلي؛ په تېرو کلونو کې تاجران او پانګوال د سر او مال له امنیت څخه برخمن نه وو او دې موضوع د هغوی پر سوداګرۍ او کسب او کار منفي اغېز کړی وو.
اما د اسلامي امارت له حاکمېدو سره په هېواد کې سراسري امنیت په ځانګړي ډول د تاجرانو او پانګوالو د سر او مال امنیت تامین شو او هغوی په پوره ډاډ په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
نوموړو د سوداګرۍ په برخه کې د لېږد، رالېږد او ټرانسپورت ځینې ستونزې یادې کړې او د اسلامي امارت له مسولینو څخه یې غوښتي، چې د هغو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي تاجرانو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د هغوی رول مهم بللی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، امنیت د ډېرو له هغې جملې د اقتصادي فعالیتونو زیربنا دی او تر هغو چې تاجران او پانګوال د خپل سر او مال امنیت څخه ډاډمن نشي، نو پانګونه به ونه کړي.
اسلامي امارت د دې موضوع په درک کولوسره د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول تاجرانو د امنیت موضوع ته لومړیتوب ورکړی او هغوی ته یې بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت حتی هغو تاجرانو هېوادوالو ته، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د خپلې سوداګرۍ او د خپلو کارخونو د تاسیساتو د راوړلو غوښتونکي دي ګمرکي معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش او له مالیو څخه معافیت په پام کې نیولی دی.

