ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

چهار شنبه د ۶/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۹/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

 د تورخم له لارې ۸۰ کورنۍ هېواد ته راستانې او  د نوموړو کورنیو ۱۸۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ٢٠٢ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې یو میلیون او ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:

١٠٠تختې کمپلې، ١٢٩ تختي فرشونه او روغتیایي کیټونه، ١١٥ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل توکي ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، ۶۴ تنه غریبکار او ۵۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۲۰ تنه کیږي، ثبت کړل.

یادې کمېټې په تورخم کې ۸۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړل.

همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې ۲ تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

 د سپین بولدک له لارې ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۰تنه و، قندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په سپین بولدک کې ۱۹۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۵۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۶۱۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه:  په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، شپږ تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۷۸ تنه غریبکار او ۱۵۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴۱ تنه کیږي، ثبت کړل.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړل.

همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې دوه تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.

زابــــل

شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د شملزو په لار کې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له شملزو لارې څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلا بېلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په شملزو کې پینځه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د شملزو په لاره کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په شملزو کې ۴۳ کورنیو ته ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ، هېواد ته راستانه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د آنګور اډې په لار کې له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي کومک شوی دی.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ، خپل سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په آنګور اډه او ښرنه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ١٠٢خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په آنګور آډه کې ۲۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او څلور تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته شپږ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په آنګور اډه  کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ٣٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ١٢٩ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

او همدا راز یو زر او ۴۶۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له ١٢ کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ١٢٠ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ٣٦ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ١٢٩ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په هرات کې ۵۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې ۲۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له کابل څخه ١٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٧٨تنه و، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۹۲ زره او ۹۲۰ افغانۍ شوې ده. 

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ٢١١ کورنۍ او ٩٠١ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ٥١ کورنۍ او ٢٧٢ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ٣٠٩ کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ٣٩٠ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:             ۴۵۳ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا