ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې  ۷۵ زره مټریک ټنه لیږد رالیږد شوی

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي؛ تېره اوونۍ کې ( د ۱۴۰۲ هـ.ش. د قوس له ۲۴ څخه د قوس تر ۳۰ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره او ۴۶۵  متریک ټنه لیږدول شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۱ زره او ۷۲۳  ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې درې زره او ۳۷ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۰ زره او ۷۰۵ ټنه لیږد رالیږد، چې ټول ۷۵ زره او ۴۶۵  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ دی، په تیره اوونۍ کې یو زر او ۷۰۰  ټنه ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو لیږد رالیږد لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه برابر کړي.