د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د تخار له مرستیال والي مولوي خال محمد حقاني سره لیدنه کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست یاد ولایت ته په سفر د دغه ولایت د نویو راستنېدونکو په اړه معلومات، د عالي کمیسون او ۱۲ کمېټو مسولیت او ارزښت په اړه خبرې کړي.
دغه راز سرپرست وزیر د ژمي له رارسېدو مخکې په دغه ولایت کې له سوداګرو او مرستندویه ادارو څخه اړمنو کسانو ته د مرستو راټولولو په اړه هم ټینګار کړی.
ښاغلی حقاني د یاد ولایت له مسولانو غوښتي، چې د کډوالو اصلي ستونزې وپېژندني او په وخت یې له مرکز سره شریکې کړي.
د نوموړي په وینا، پسرلي کې به په راستنېدونکو د کور جوړولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل شي.
د تخار ولایت د کډوالو چارو رییس ویلي، په دغه ولایت کې تر اوسه پورې دوه زره راستنېدونکې کورنۍ ثبت شوې دي.

