ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ناسته؛ د ټرانسپورټي او بار وړونکو موټرونو تنظیم او د سوداګرو مالیاتي اسنادو په بررسۍ خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ترانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور له استازو او یو شمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو د نوبت د تنظیم او همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.

له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنعت او معدن خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي مرستیال سره شریک کړي.

همدارنګه پرېکړه شوې، څو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو لپاره د کرایې ټاکلو کمېټې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی هم د دایمي غړي په توګه ور زیات کړل شي.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مکلف دی، څو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د نوبت په موخه جوړ شوی طرزالعمل په جدیت سره په دوامدار ډول پلي کړي.

د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې دې د اقتصادي معاونیت استازی هم د غړي په توګه ګډون وکړي او کمېټه دې خپل راپور د اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.