د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له بهر مېشتي افغان لیکوال، ژورنالېست او سیاستوال زرغون شاه شینواري سره لیدنه کړې.
زرغون شاه شینواري افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امن ټغر خپور شوی او د غصب، فساد، زورواکۍ او ناانډولۍ لمن ټوله شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دوی په بهر کې د یو شمېر نورو مېشتو افغان متخصصینو، لیکوالانو او پوهانو په ملتیا هڅه کوي له اسلامي امارت سره د بهر مېشتو افغانانو او هېوادونو د تعامل، اړیکو او همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
شینواري ویلي، د افغانستان اوسني شرایط او واقعیتونه له هغو سره ډېر توپیر لري، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې خلک له ټولنیزو شبکو او رسنیو څخه اوري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پوهانو، لیکوالانو او متخصصینو د نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کې، په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ بنسټیز کارونه او پرمختګونه شوي او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم کار روان دي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی.

