ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نن د وزلوبې پینځم پړاو سیالۍ پیلېږي

نن د وزلوبې پینځم پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو تر منځ پیلېږي.

د دې سیالیو د پچې اچونې مراسم پرون یکشنبه ترسره شول، چې په لومړي ګروپ کې یې سمنګان، پنجشیر، بامیان او فاریاب او په دویم کې بغلان، سرپل او تخار او په درېیم کې کندوز، بلخ او میدان وردګ او په وروستي څلورم ګروپ کې بیا کندهار، بدخشان او لوګر لوبېږي.

د یادو سیالیو پچه اچونې مراسمو کې د بدني روزنې او المپیک کمېټې رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې د وزلوبې لیګ پینځم پړاو به د نورو کلونو په پرتله ډېر بدلونونه ولري او لوبډلې به په نړیوالو معیارونو لوبې ترسره کړي.

د وزلوبې څلورم پړاو اتلولي سمنګان لوبډلې ګټلې وه، خو سږ کال به د پیاوړو لوبډلو په شتون کې سمنګان ولایت له خپلې اتلولۍ په سختي سره دفاع وکړي.

په پینځم پړاو کې میدان وردګ لوبډله د لومړي ځل لپاره د دغه لیګ برخه ده.

د یادولو وړ ده، چې دغه لوبې په ژوندۍ بڼه له ملي سپورټ څخه خپرېږي.

نصیب الله ګوهر