ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هوا ککړتیا د زیانونو په اړه عامه پوهاوی پیل شو

چاپېريال ساتنې ملي ادارې د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون په ملاتړ چاپېريال ساتنې ته د خلکو د پام ور اړولو پروګرام ترسره کړ.

د “ښاري چاپېريال ” تر سرلیک لاندې دغه پروګرام د ملي راډيو او ټلوېزيون د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په مرسته د هوا د ککړتيا او د چاپېريال د ویجاړیدو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړ شوی و.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس مولوي احمد الله وثیق د چاپېریال ساتنه ملي دنده وبلله او د ژوند لپاره يې د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې یې د هېوادوالو رول مهم وباله.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس په دې پروګرام کې د هوا د ککړتیا او د چاپېریال د ویجاړۍ د مخنیوي په اړه د پوهاوي په لوړولو کې د رسنیو رول اغیزمن بللی دی.

ډبرو سکرو، ربړونو او پلاستیکونو سوځول، د منظم ښاري کانالیزاسیون نشتوالی او غیر پلان شوې ښاري پراختیا هغه لویې ننګونې دي، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولین یې د هوا د ککړتیا او چاپېریال د تخریب لاملونه بولي چې له امله یې هرکال سلګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکوي.