ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټسال؛ کابل کې د رسنیو جام په نوم فوټسال سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ کابل کې د رسنیو جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او یو شمېر مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې مولوي احمدالله وثیق د لوبو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ خبریالان د هېواد ترجمانان او مهم اشخاص دي، دا چې رسنۍ یو دروند مسؤولیت لري او د ټولنې واقعیتونه برسېره کوي، نو موږ هم علاقه لرو، چې له رسنیو سره نېږدې اړیکې ولرو.

ښاغلي وثیق د فوټبال فدراسیون له دې نوښت مننه کړې او د رسنیو ورزش‌کارانو ته یې د ښو لاسته راوړنو د توفیق غوښتنه کړې ده.

د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر له رسنیو څخه د لوبو د ژوندي خپرولو په تړاو مننه کړې او ویلي یې دي؛ په تېرو دوو کلونو کې رسنۍ یوازیني بنسټونه دي، چې د ورزش په برخه کې لاسته راوړنې لري او د هېواد د ورزش‌کارانو لوبو او ویاړونو ته انعکاس ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې سیالیو څخه د رسنیو د ورزش‌کارانو یوه منتخبه لوبډله جوړوي، ترڅو له هېواده بهر د افغان رسنیو په استازولي د نورو هېوادونو د رسنیو له استازو سره لوبې وکړي.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د رسنیو ترمنځ یووالی او همغږي ښودل شوي دي.