ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې څه باندې ۲۸ زره سوالګر راټول شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د دلوې میاشتې تر ۲۴مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۲۸ زره او ۴۳۳ سوالګر راټول شوي دي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۲ زره او ۲۷۲مېرمنې دي، چې تر ارزونې وروسته ۵ زره ۶۱۷ یې مستحقې او ۶ زره او ۶۵۵ حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
په راټولو شویو سوالګرو کې ۳ زره ۷۱۶ نارینه دي، چې له ارزونې وروسته ۱۱۹۳ مستحق او ۲ زره او ۵۲۳ سوالګر دي او له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.
په ۲۸ زره او ۴۳۳ سوالګرو کې ۱۲ زره ۴۴۵ ماشومان دي چې له ډلې یې ۴ زره او۳۵۹ مستحق او۸ زره او ۱۶ یې حرفوي پېژندل شوي دي.
یاد معاونیت زیاتوي بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته ورپېژندل کېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده‌کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.