ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات-تورغونډۍ او اندخوی-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

 د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي او یادې ادارې ته دنده سپارل شوې، تر څو له هرات څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ غځولو هر اړخیز پلان چمتو او له وړاندیزونو سره یې د اقتصادي معاونیت مقام ته وړاندې کړي.

د اقتصادي کمېسیون د ګډونوالو په وینا؛ د یادو شبکو په بشپړېدو سره به د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه زیاته او په دې برخه کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

په دغه ناسته کې له فتحې مخکې پر دولتي ادارو د قراردادي شرکتونو د پاتې تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د لس سلنې د ورکړې په اړه د مالیې وزارت له لورې د تثبیت اړوند کړنې تایید شوي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د ټاپ پروژې سکرتریت جوړېدل منظور او د تشکیل په موخه د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون ته وړاندې شوی.

د ټاپ پروژې سکرتریت د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ له اړوندو سکټوري وزارتونو څخه جوړ دی، چې د یادې پروژې تخنیکي او حقوقي چارې به پر مخ بیايي.

 په دغه غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري د چرګانو د ذبحې په موخه جوړ شوی لارښود د خوړو او درملو ملي ادارې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره تایید شوی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مکلف شوی، څو یاد لارښود په جدیت سره پلي کړي.

د غونډې په پای کې تر هراړخیزې ارزونې وروسته افغان پُست شرکت ته په ترانزیټي وسایطو کې د GPS نصبولو قرارداد ورکړل شوی او دغه شرکت مکلف شوی، څو د یوې میاشتې په جریان کې د یادې موضوع په اړه خپل راپور له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه قرارداد له مخې افغان پُست شرکت پر هر ترانزیټي موټر د ۴۱ ډالرو فیس په مقابل کې GPS نصبوي.