د افغانستان اسلامي امارت په یمن هېواد باندې د امریکا او بریتانیا لخوا بمبارۍ کول په سختو ټکو غندي.
د نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل يې بولي، چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.
امریکا او شریکان یې باید له خپلو تیرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.
له بده مرغه سيمهييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل، چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو، چې نورو هېوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بېثباتۍ کې ښکېل کړي.
د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه را نیولی پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنی غیر انساني، پارونکي او په مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تیری دی.
امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته برېنږدي، ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې یاد ملتونه هم زیان ویني.
د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي، چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي او په دا ډول حساسو شرایطو کې خپل منځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي او د یوه امت په توګه د مظلومانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا کړي.
همدا راز له تاثيرګذاره هېوادونو غواړو، چې د سيمې د لا زياتې بېثباتۍ د مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي، ترڅو د فلسطيني ولس ټولوژنه او پر يمن بريدونه په بیړني ډول ودرول شي او د فلسطین قضیې ته دایمي حل را وباسي.