ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف سرپرست وزیر ؛ افغانستان کې امنیت د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي افغانستان لپاره د اروپا د سولې انسټیټیوټ مشر ماريان زومبیلو او د یاد انسټیټیوټ مشاور فرانسوا ګوتاما سره لیدلي.
په دې لیدنه کې ښاغلي خالد د اروپا د سولې انسټیټیوټ هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې امنیت په جنګ نه بلکې په سوله راتلی شي او اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي، چې د هېوادوالو امنیت تامین او په سوله ییزه فضا کې ورته د ژوند کول زمینه برابره کړي.
ښاغلي حنفي دغه راز زیاته کړې؛ افغانستان کې امنیت د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی، نړیوالو ته پکار ده چې په دې هېواد که د شته امنیت د لا ټینګښت لپاره همکاري وکړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې تر دې مهاله له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې ۴۹۱ افغان شخصیتونه هېواده ته راستانه شوي او د عالیقدر امیرالمومنین له عمومي بښنې وروسته ټولو هېوادوالو ته په یوه سترګه کتل کېږي او امنیت یې تامین دی.
په دې لیدنه کې د اروپا د سولې انسټیټیوټ استازو په افغانستان کې راغلی سرتاسري امنیت ستایلی او د دې هېواد د راپورته کېدولو لپاره یې ښه فرصت بللی دی.

د یادې ټولنې پلاوي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړول او فعالیت مثبت ګام ګنلی او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امات لاسته راوړنې د ستایلو دي او نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په افغانستان د فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره د تفاهم لاره غوره کړي