ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزارت بلغاریا کې د افغان کډوالو مړینه خواشینووکې ګڼلې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په بلغاریا کې د افغان کډوالو مړینه خواشینونکي بللې او ویلي یې دي، چې نړېواله مافیا خلک اروپايي هېوادنو ته د ورتګ لپاره هڅوي خو یوشمېر هېوادونه بيا له کډوالو سره تر هغوی ډېر ناوړه چلند کوي.

تازه په بلغاریا هېواد کې له یو قاچاق وړونکي لارۍ څخه د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي، چې د اکسیجن د نه شتون له امله مړه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه پېښه خواشینونکي بولي او وايي، چې د انساني قاچاق د مافیايي کړیو پر وړاندې مبارزه د اروپايي هېوادونو مسولیت دی، خو په وينا يې ځينې هېوادونه په دغه چاره کې پاتې راغلي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېره یوه میاشت کې له ځینې هېوادونو زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر نور ناقانونه کډوال له ایرانه ویستل شوي او په کور د ننه د مرستو زمینه ورته برابره شوې ده.

باور دا دی، چې په کور د ننه د خوندي کاري چاپېریال برابرول او بهر مېشتو افغانانو ته د راستنېدو اسانتیاوې برابرول به بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مخه ډپ کړي.