د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۲۵ زره او ۱۰۲ کسان شهیدان او ۶۲ زره او ۶۸۱ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د شهیدانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
یاد وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۱۷۸ فلسطینیان شهیدان او ۲۹۳ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره وايي، چې غزه کې ۱.۷ میلیونه کسان بېکوره شوي دي.
د دې تر څنګ غزه کې د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې اسرائیلي پوځ غزه تړانګه کې سلګونه جوماتونه او لسګونه هدیرې ویجاړې کړې او قبرونه یې رالوڅ کړي دي.
دغهراز غزه تړانګه کې ستر بشري ناورین رامنځته شوی، لوږه خوره ده او د ناروغیو د زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوې، چې ملګرو ملتونو هم بېړنیو مرستو ته د اړتیا خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش غزه کې د مرګونو کچه نه منونکې او بې سارې ګڼلې ده.
له بل لوري اسرائیلو کې د غزې د جګړې په تړاو فشارونه مخ په زیاتېدو دي.
د اسرائیلي بندیانو کورنۍ غواړي، چې د خپلوانو د خلاصون لپاره یې دې اقدام وشي. دوی وېره لري، چې د پوځي فعالیتونو په زیاتېدو سره به د بندیانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
دغهراز د اسرائیلو په کابینه کې هم بېلا بېل نظریات موجود دي او ځینې غړي یې د اوربند او یرغمل کسانو د خلاصون غوښتنه کوي.