ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات ولایت د مرمر ډبرو کانونو کې پینځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کانونو او پروسس په کار خونو کې له پینځه زرو څخه ډېر کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

دغه راز په د غو کانونو باندې له ۱۲ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده.

د یادو شرکتونو مسولینو د سیمو خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو (د زده کړو، روغتیا او بېوزله کورنیو سره د مرستو) په برخه کې هم کار کړی دی.

د سیمې خلکو د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه خوښي څرګنده کړې، چې دوی ته یې د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کړی دی.

همدا راز د یادو ډبرو پروسس د هېواد د ننه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د یو افغاني شرکت له لوري ترسره کېږي، چې په دغه کار خونې باندې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې له پروسس وروسته د مرمر ډبرې ترکمنستان، ایران، چین، اوزبیکستان، جرمني، عمان، کویټ او هند هېوادونو ته صادرېږي.