په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران جمهور رییس آیتالله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.
موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
په دې سختو شرایطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا
ملا محمد حسن اخوند

