تېره شپه امریکا او برېتانیا یو ځل بیا په صنعا، تعز، البیضا او حجه ښارونو کې د یمني حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کړي.
دا دویم ځل دی چې امریکا او برېتانیا سره بحیره کې د حوثیانو له لوري د اسرائیلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په کښتیو د راکټي بریدونو په غبرګون کې په دې ډله هوايي بریدونه کوي.
دغه بریدونه د امریکا، انګلستان، اسټرالیا، کاناډا، هالنډ او بحرین لخوا په ګډه ترسره شوي.
یادو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د انصارالله غورځنګ اته پوځي مرکزونو یې په نښه کړي دي.