د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پاکستان له دفاع وزیر سره، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشري نن کابل ته راغلی، لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پخپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکوپر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار کړی؛ اړینه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د ریاستالوزر اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره اړین سهولتونه برابر او د بېړنیو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او موظفې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.

