ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په میدان وردګو ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږي غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې د قومونو او خلکو د یووالي او همغږي په موخه یوه لویه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د یاد ولایت والي، مرستیال والي، سلګونه قومي مشرانو او علماوو ګډون درلود.

په غونډه کې علماوو ویلي، چې دا نظام د ولس د سرښندنو له برکته را منځته شوی او له پیل څخه یې د اسلامي شريعت د نافذولو شعار درلود، چې د عمل جامه یې ور اغوستې ده.

یادو علماوو له حکومت غوښتي، چې ولس ته په هره برخه کې لا ډیر کار وکړي.

د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي عابد ویلي، چې موږ د ولس ټولې غوښتنې د حکومت له مسولو چارواکو سره په لیکلي ډول شریکوو او د ستونزو د حل په موخه مو غږ تر چارواکو رسوو.

د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې په دې نظام کې د هر چا حق دی او ټولو قربانۍ ورکړې دي او دا زموږ او تاسو ټولو هیله وه چې یو خپلواک اسلامي نظام ولرو.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پایدار دی. که د هېواد ولسونه همداسې د خپل نظام ملاتړ وکړي په ډیر کم وخت کې به مو هېواد پر ځان بسیا شي.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې ستاسو ټولو هره ستونزه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري حل کېږي.