ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جګړییزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ ۸۰۰ سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د ګډو جګړییزو زده‌کړو له قومندانۍ تېره ورځ د سیمه ییزو قول اردوګانو او مرکزي قطعاتو ۸۰۰ سرتېري له درې نیم میاشتنیو عقیدتي او پوځي مسلکي زدکړو فارغ شول

تازه فارغ شویو سرتېرو په جګړییزو نندارو کې خپلې کړې زدکړې نندارې ته وړاندې کړې.

د اسلامي امارت ځینې مسولینو چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یې ګډون درلود د افغانستان د خلکو تر منځ پر یووالي او یو بل منلو ټینګار کړی او له تازه فارغو شویو سرتېرو یې غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند په دې مراسمو کې خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس د هېواد د جوړولو او ابادۍ وخت دی او په ګډه باید د هېواد د ابادولو هڅې وکړو.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې باید له تېرو درس واخیستل شي او ژمن و اوسېږو.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، تېر یو نیم کال کابل کې د ملي دفاع وزارت د ګډو محاربوي تعلیماتو له قومندانۍ پینځه زره سرتېري فارغ شوي او اوس مهال شاوخوا درې زره نور په بېلابېلو پوځي مسلکي برخو کې زده کړې کوي.