ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فبروري ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ؛ اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هېواد کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال د راډیو د نړیوالې ورځ په مناسبت وايي، چې اوسمهال هېواد کې ټولټال ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي او اسلامي امارت د راډیو په ګډون له ټولو رسنیو په کلکه ملاتړ کوي.

د افغانستان ملي راډیو چې له لسیزو راهیسې په بېلا بېلو ژبو فعالیت کوي، هره ورځ د ۱۸ ساعتونو لپاره په ۷ ملي او محلي ژبو خپرونې وړاندې کوي.

د ملي راډیو د نشراتو مسولین وايي؛ اوس یې د تیر پرتله په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوې او ورځ تر بلې یې مینه‌وال مخ په زیاتېدو دي.

د یادونې وړ ده، چې راډیو افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۶ زیږدیز کال د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د کابل راډیو په نوم د کابل دهمزنګ سیمې ته څېرمه د “کوټه لندني” په وداني کې خپلې خپرونې پیل کړې.

وروسته یې بیا د کورنیو جګړو له امله د یوې مودې لپاره فعالیت وځنډید. په ۱۳۲۰ لمریز کال یې بېرته فعالیت پیل کړ، چې اوس یې د افغانستان ملي رادیو په نوم ۹۶ کاله کېږي.

عمران فضلي