د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو د اجتماعي، امنیتي، ښوونې او روزنې، روغتیا او دیني مدرسو د وضعیت په اړه ښاغلي حنفي ته معلومات ورکړي.
د فاریاب علماوو او مشرانو د اسلامي نظام بیا راتګ الهي نصرت بللی او زیاته کړې یې ده، چې د فاریاب علماء او خلک به په هر ډول شرایطو کې په هېواد کې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي.
دوی ښوونه او روزنه او معیاري دیني مدرسې د فاریاب ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې بللې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له دغو علماوو او مشرانو سره پر لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له اسلامي امارت څخه د خلکو، علماوو او مشرانو ملاتړ د اسلامي نظام د مسولینو د خوښۍ او د دین او وطن د دښمنانو د ویرې لامل دی، چې د اسلامي نظام مسوولین یې قدرداني کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان خلکو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې ښوونې او روزنې ته د زمینې برابرول د اسلامي امارت له تعهداتو بللي او زیاته کړې یې ده، چې مسوولین به په دې برخه کې هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي.

