ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“په تېر شل کلن جهاد کې مو د نظامي پياوړتیا تر څنګ په تبلیغاتي ډګر کې هم بریا خپله کړه”

ملي دفاع وزارت وايي، چې د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست له لوري د قول اردوګانو د امرینو او ویاندویانو سیمینار پای ته ورسید.

د ظرفیتونو لوړولو او ارزیابۍ دا دوه ورځنی سیمینار چې د قول اردوګانو او سیمیزو قطعاتو ویاندویانو او عامه چارو امرینو لپاره جوړ شوی وو، نن د یاد وزارت په مقر کې پای ته رسېدلی.

دغه سیمینار کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د یاد وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي، ګڼ شمېر رییسانو او مسولینو ګډون درلود.

د وسلوال پوځ لوی درستیز یادو امرینو ته هر اړخیزه وینا کړې، خپلو مسولیتونو ته یې متوجې کړي او ویلي یې دي، چې په تېر شل کلن جهاد کې موږ یوازې دا نه چې په نظامي ډګر کې پیاوړي وو، بلکې په تبلیغاتي ډګر کې مو هم بریا ترلاسه کړې وه.

همدا راز د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رییس مفتي عنایت الله خوارزمی له راغلو مسولینو او میلمنو څخه مننه کړې او امرینو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په پای کې د یاد ریاست له لوري نوموړو امرینو ته تصدیق نامې ورکړل شوې دي.